بشارالاسد به د عرب لیګ په سرمشريزه کې ګډون وکړي
CMG2023/05/11 11:14:06
شريکول:

د سوريې ولسمشرۍ ماڼۍ د مې په ۱۰ نېټه اعلان وکړ چې د سوريې ولسمشر بشار الاسد ته د عرب ليګ په سرمشريزه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، کوم چې په روانه مياشت کې به په سعودي عربستان کې تر سره شي.

د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې بيانيې کې ویلي، چې په اردن کې د سعودي عربستان سفیر نایف صدري ولسمشر بشار ته د سعودي د پاچا بن سلمان د بلنې پیغام وروړی دی. بشارالاسد په دې اړه وویل چې په سعودي عربستان کې د عرب ليګ راتلونکي سرمشریزه به د عربي نړۍ او وګړو د هیلو د پوره کولو لپاره د "عرب ګډ اقدام" پیاوړی کړي.

د مالوماتو له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۹مه نېټه په سعودي عربستان کې د دغه هېواد د ډيپلوماتيک ماموريت د بيا پيل اعلان وکړ. د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ اعلان کړی، چې پرېکړه يې کړې څو په سوريه کې خپل ډيپلوماتيک ماموريت بېرته پيل کړي. (ژباړه: شکريه)