عراق د برېټانیا څخه کابو ۶۰۰۰ تاريخي اثار بېرته ترلاسه کړي
CMG2023/05/11 15:41:36
شريکول:

د عراق ولسمشر عبداللطيف رشيد د مې په ۹مه نېټه په بغداد کې اعلان وکړ چې شاوخوا ۶۰۰۰ تاريخي اثار چې دغه هېواد سل کاله مخکې برېټانيا ته په پور ورکړي وو، په برياليتوب سره ترلاسه کړي دي.

رشيد په همدې ورځ د بغداد په نړيوال هوايي ډګر کې رسنيو ته وويل چې دغه تاريخي اثار په ١٩٢٣ کال کې د ساينسي څېړنو لپاره برېټانيا ته په پور ورکړل شوي وو او اوس په سالمه بڼه بېرته خپل هېواد ته رسېدلي دي. دا د عراق په تاریخ کې د تاريخي اثارو د بېرته اخيستلو دوهم ستر عمليات دي.

هغه وويل، د تاريخي اثارو بېرته ترلاسه کول د تاريخي ميراثونو د ساتنې لپاره د عراقيانو شوق او ذوق څرګندوي، "موږ به د همدغه تاريخي اثارو بيا لاسته راوړلو ته دوام ورکړو، کوم چې په لوټ، غلا او يا قاچاق سره په بهر کې پاتې شوي دي."