روسيه د اروپا د دودیزو وسله‌والو ځواکونو د تړون د لغوه کولو په اړه غور کوي
CMG2023/05/11 15:40:53
شريکول:

د روسیې پارلمان به په دې وروستيو کې د اروپا د دودیزو وسله‌والو ځواکونو تړون د لغوه کولو په اړه بحث وکړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې په ۱۰مه نېټه یو حکم لاسليک کړ  او د بهرنيو چارو مرستيال وزير سیرګي ریابکوف ته يې سپارښتنه کړې چې په اړوندو کارونو کې ور سره مرسته وکړي.

هغه تړون چې د ناټو او وارسا تړون سازمان په ۱۹۹۰م کال کې لاسلیک کړی، د دوو لویو نظامي ډلو د بېلابېلو دودیزو وسلو عمومي اندازه او د څارنې چلند ټاکلی دی. د وارسا تړون سازمان او شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، ناټو او روسيې د دغه تړون ځينې مادې تعديل کړې، خو د ناټو غړو هېوادونو تر اوسه تعديل شوی تړون نه دی تصويب کړی.

روسیې له همدې امله په ۲۰۰۷ کال کې د دغه تړون پلې کول وځنډاوه.

د امريکا حکومت د روانې مياشتې په ۹مه نېټه اعلان وکړ چې له اوکراين سره به د ۱.۲ ميليارډو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته وکړي. د امریکا د دفاع وزارت له خوا په خپاره شوي ليست کې ویل شوي، چې د دې مرستو لړ کې د هوايي دفاع د وسلو سیسټمونه، توغندي، د سوداګریزې سپوږمکۍ انځور اخیستنې خدمات او نورو وسايل شامل دي.