شي جين پينګ د کانګو(کېنشاسا) ولسمشر ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه
CMG2023/05/11 11:34:41
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په لسمه نېټه په کانګو (کېنشاسا) کې د سختو بارانونو له امله د دغه هېواد ولسمشر فيليکس انتوني تشيسيکيدي تشيلومبو ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په دې پيغام کې ويلي چې په دې وروستيو کې په کانګو کې سخت بارانونه رامنځته شوي او له امله يې سخته مرګ ژوبله او مالي زيانونه اوښتي. زه د چين حکومت او چينايانو په استازيتوب زیانمنو ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم او د زیانمنو خپلوانو، ټپیانو او د ناورین ځپلو سیمو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم. زه په دې باوريم چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت اوسنۍ ستونزې لرې کولای شي او ناورين ځپلې سيمې به بیا ورغوي. (ژباړه: شکريه)