چين ګانګ او کاترین کولونا د چين او فرانسې د کولتوري تبادلې د لوړې کچې ميکانيزم د مسؤلانو مشورتي ناسته تر سره کړه
CMG2023/05/11 10:45:54
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مې په لسمه نېټه په پاريس کې د فرانسې له خارجه وزيرې کاترين کولونا سره د چين او فرانسې د کولتوري تبادلې د لوړې کچې ميکانيزم د مسؤلانو مشورتي ناسته تر سره کړه.

چين ګانګ وويل، چين ته د ولسمشر ماکرون د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د چين او فرانسې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې په فرصت د کلتور، پوهنې او ساينس په ساحو کې هراړخيزې تبادلې او همکارۍ بيا پيل کړي او د دواړو خواوو تر منځ اړيکې نوې کچې ته ورسوي. دواړه خواوې بايد په ښه توګه د مشرانو له خوا شوي توافق عملي کړي، د کولتوري تبادلې د لوړې کچې ميکانيزم څخه ښه ګټه پورته کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې لا ژورې کړي او د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم ته وده ورکړي. هغه وړانديز وکړ چې دواړه خواوې دې د سپورټ، ښوونې او روزنې، ژبې، تخنیکي نوښت، سیاحت او نورو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا تمرکز وکړي.

کولونا د چين ګانګ له وړانديز سره موافقه وکړه او ويې ويل چې فرانسه د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې ته ډېر اهميت ورکوي.

(ژباړه: شکريه)