د چین د بار وړونکې فضايي بېړۍ د توکو لېږد توان له ۷ ټنو زیات شو
CMG2023/05/11 11:21:49
شريکول:

د تیان جو ۶م نمبر باروړونکې فضايي بېړۍ د مې په ۱۰مه نېټه د ون چانګ په توغوونکي ډګر کې فضا ته وتوغول شو. تر اړین سمون او بدلون وروسته، د دغه فضايي بېړۍ د توکو لېږد توان له ۷ ټنو څخه زیات شو. 

د هوانوردۍ تخنیکي ګروپ د ۵مې څانګې اړوند مسؤل لي جه هوی ويلي چې د تیان جو ۶م نمبر بار وړونکې فضايي بېړۍ په اوسنۍ نړۍ کې له نورو نه زيات توکي وړلی شي او په مدار کې تر ټولو پیاوړی ملاتړ کوونکی توان لري.

 (هیله)