د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د مې په ۱۰مې نېټې وویل، نږدې ۲۸۹ توغندي په همدې ورځ له غزې څخه اسرائیلو ته توغول شوي دي.
اسرائیلي پوځ د روانې میاشتې د ۹مې نېټې په سهار وختي پر غزې څو دورې هوايي بمباري کړې او له امله يې ۲۲ تنه ووژل شول او ۶۴ تنه نور ټپیان شول. د ۱۰مې نېټې تر غرمې وروسته د اسرائیلو په جنوب کې د سدایلوټ او اشکلونګ په شمول ځینې سیمې له غزې څخه د توغندیزو بریدونو سره مخ وې. د اسرائیل پوځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، دغه توغندي له غزې څخه اسرائیل ته وتوغول شول او په دې جمله کې ۲۱۲ توغندي د اسرائیل په قلمرو کې لوېدلي دي. د اسرائیل د کیپت برزیل په نوم دفاعي سیستم په بریالیتوب سره د۶۰ توغندیو مخنیوی کړی دی.