د جرمني صدراعظم اولف شولتز له چین ګانګ سره وکتل
CMG2023/05/11 11:20:03
شريکول:

د جرمني صدراعظم اولف شولتز د مې په ۱۰مه نېټه په برلېن کې د چین د دولتي شورا له غړي او د بهرنیو چارو له وزیر چین ګانګ سره وکتل. 

 شولتز وویل، هغه د جرمني او چین د حکومتونو ترمنځ ۷مې مشورتي ناستې ته سترګې په لار دی او جرمني د کوربتوب په توګه په چمتووالي بوخت دی. دغه هېواد غواړي په دغه کتنه کې د فعال بریالیتوب تر لاسه کولو لپاره له چین سره ګډ کوښښونه وکړي. په داسې حال کې چې نړۍ د څو قطبیز کېدو پر لوري روانه ده، نړیوال باید د بېلا بېلو خواوو عدالت د ټينګولو پر بنسټ د نړۍ سوله په ګډه وساتي. جرمني د چین رول او اغېزې ته جدي پاملرنه کوي او غواړي د اوکراین کړکېچ په شمول د مهمو موضوعاتو په هکله له چین سره همغږۍ پياوړې کړي. 

وزیر چین ګانګ وویل، رئیس شي جين پينګ د تېرو سلو کلونو راوروسته د بې ساري بدلون په اړه ستراتيژيک قضاوت کړی، ښاغلي شولتز د ګردې نړۍ د پېر بدلون په اړه نظریه وړاندې کړه، دواړه نظریو ورتوالی درلود.

نړیواله ټولنه د سترو او پېچلیو بدلونونو پر وړاندې باید خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه يې له ننګونو سره مقابلې وکړي. هغه زیاته کړه چې برلېن ته د ده د سفر عمده موخه د دواړو هېوادونو د حکومتونو د ۷مې دورې مشورتي ناستې لپاره چمتووالی نیول دي. د چین او جرمني ترمنځ د همکارۍ او ډیالوګ په پیاوړتیا سره به نړۍ ته لا زیات ثابت او ګټور عوامل برابر کړي.   (هیله)