په کابل کې د سرپرست حکومت له لوري د علي آباد په تدرسي روغتون کې د سرطان ناروغۍ د درملنې ملي څانګه پرانيستل شوه.
دغه څانګه به په هېواد کې د سرطان په ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې ترڅنګ اړوند ځوان کدرونه هم وروزي.
د سرطان ناروغۍ د درملنې دغه څانګه په نړيوالو ستندردونو برابره ده او په ښه شکل سره به د ناروغانو درملنه وکړي.