چين ګانګ د ناروې له سوداګريزو او صنعتي استازو سره وکتل
CMG2023/05/12 11:08:40
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مې په ۱۱مه په اوسلو کې د ناروې له سوداګريزو او صنعتي استازو سره  وکتل

چين ګانګ په دې ناسته کې وويل، چې چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره او د متقابلو ګټو د ساتنې اصل وساتي، لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ ته به پاملرنه وکړي، د بهرنيو شرکتونو لپاره به د پانګونې ښه چاپېريال برابر کړي او د پرمختګ نوي فرصتونه به راوړي. د چين اقتصاد قوي انعطاف لري، چين به د ثابت، سالم او دوامداره پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د نړيوال اقتصاد د انکشافي ځواک رول ته به دوام وکړي.

هغه وويل، چین او ناروې د اقتصاد د نړیوال کېدو ملاتړي او برخه اخیستونکي هېوادونه دي، دواړه اړخونه د محافظت پالنې، د اقتصادي تماسونو له پرې کولو او د مسلکي ځنځیرونو له ماتولو سره مخالفت  لري. په اوسني حالت کې، دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي همکارۍ ژورې او د سوداګرۍ د آزادۍ او اسانتيا د پياوړتيا لپاره په ګډه کار وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريو کې لا زياتې ښې پايلې رامنځته کړي.

د ناروې سوداګريزو او صنعتي استازو وویل، چې چين د ناروې شرکتونو مهم بازار او سوداګريز ملګری دی او یاد هېواد غواړي له چين سره همکارۍ لا ژورې کړي. دوی زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او شرکتونو ترمنځ خبرې اترې د تفاهم او همکارۍ د ژورتيا لپاره ګټورې دي. (ژباړه: شکريه)