د آسیان ۴۲مه سرمشریزه په اندونیزیا کې پای ته ورسېده
CMG2023/05/12 11:11:56
شريکول:

د آسيان(د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو اتحاد) ۴۲مه سرمشريزه د مې په ۱۱مه نېټه د اندونيزيا په ختيځ \ \ کوچني سيلانيز ښار لابوان باجو کې پای ته ورسېده. د آسيان د نوبتي رئيسه هېواد، اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو په همدې ورځ د سرمشريزې د بريالي کېدو اعلان وکړ او پر غړو هېوادونو يې غږ  وکړ، چې يو له بل سره يووالی ټينګ کړي.

نوموړي له سرمشريزې وروسته په يوې خبري ناستې کې ټينګار وکړ، چې يووالی د آسيان د ګډو موخو د تر لاسه کولو، په سيمه کې د اقتصادي انکشافي مرکز د رامنځته کولو او سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره ډېر اهميت لري.

د دې سرمشريزې په څنډه کې، د سیمه ایزو تادیاتو د پیوستون د پیاوړتیا، په تجارتي راکړو ورکړو کې د محلي اسعارو د کارولو د زياتوالي، د برېښنایي موټرونو د سامان الاتو د جوړښت او د آسيان د تشکيلاتي مهارتونو د لوړتيا په اړه يو لړ سندونه لاسلیک او خپاره  شول.

(ژباړه: شکريه)