د شيونګ ان نوې سيمې د باکيفيته پرمختګ نقشه
CMG2023/05/12 14:56:39
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په لسمه نېټه د هه بې ولايت له شيونګ ان نوې سيمې څخه ليدنه وکړه او د دغې سيمې د باکيفيته ابادۍ لپاره يې د يوې ناستې مشري وکړه. دغې کړنې يې د شيونګ ان نوې سيمې په اړه د وګړو لوړه پاملرنه راجلب کړې ده. شيونګ ان نوې سيمه له بېجينګ څخه څه باندې سل کيلومتره واټن لري او د دې سيمې جوړونه د چين زر کلن پلان او مهم کار بلل کيږي. چين ولې پلازمېنې بېجينګ ته نژدې شيونګ ان نوې سيمه جوړه کړې؟ د دغې سيمې د ابادۍ چارې څنګه روانې دي؟ د دغې سيمې ابادي د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې څه ارزښت لري؟

ولې د شيونګ ان نوې سيمې جوړونه د چين زر کلن پلان بلل کيږي؟

بېجينګ ښار څه باندې ۳ زره کلن تاريخ لري او په ۸۶۰ کلونو کې يې د پخوانيو امپراطوري دورو د مرکز رول لوبولی. دغه راز تر اوسه پورې په بېجينګ کې د ښاري ابادۍ په برخه کې د پخوانيو خلکو هوښياري او د يوه امپراطوري شکله مرکز بڼه ساتل شوې ده. که څه هم عصري بېجينګ بې سارې سمسورتيا ښودلې، خو د نورو لويو ښارونو له ورته جنجالونو سره مخ دی. شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې د پلازمېنې ابادي او اداره د حکومتولۍ د سيستم او د دولتي ادارې د توان د عصري کېدو مهمه برخه ده.

له پلازمېنې پرته له اضافي رول څخه د بېجينګ د خلاصېدو لپاره اړتيا  ده، چې يوه مناسبه سيمه طرحه او جوړه شي. د زياتو څانګو او لوړ پوړو کارپوهانو د بيا بيا علمي استدلال له لارې او په پام کې د جغرافيايي غوره والي، ټرانسپورټ، ځمکې،  چاپېريال، نفوس او اقتصادي او ټولنيز وضعيت په شمول د عمومي معلوماتو د نظر کې نيولو پر بنسټ او له نړيوالو تجربو څخه له زده کړې وروسته د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې د شيونګ ان نوې سيمې د جوړولو پرېکړه کړې. شي جين پينګ د دغې نوې سيمې ابادي له راتلونکو نسلونو سره اړه لرونکی او زر کلن پلان بللی.

شيونګ ان نوې سيمه د لوړو معيارونو او لوړې مبدا پر بنسټ جوړه شوې، لرې موخه لري او په دې هڅه کې ده، چې د لويې پيمانې نفوس او اقتصاد لرونکې سيمې د انکشاف د ښه والي نوی شکل او د سيمو د برابر پرمختګ نوې لاره ومومي.

ځیرکتيا، زرغون توب او نوښت د شيونګ ان نوې سيمې د پېژندنې کارډ بلل کيږي او دغه ښارګوټی د چيني شکله عصري کېدو د ابادۍ لپاره د نښې ارزښت لري او هم په نړيواله کچه د عصري ښار په ابادۍ کې يوه نمونه ده.

شيونګ ان نوې سيمه به څنګه پرمختګ وکړي؟

له ۲۰۱۷م کال څخه تر اوسه پورې ۶ کاله تېر شوي، چې په دې موده کې شيونګ ان نوې سيمه له نشتوالی څخه طرحه او جوړه شوې ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له شيونګ ان نوې سيمې څخه د ليدنې په ترڅ کې د دې سيمې د چټکو اورګاډيو له سټېشن څخه د نړيوالې سوداګرۍ مرکز د جوړولو پروژې ته ولاړ او هلته يې وويل، چې ‌ټرانسپورټ د يوه عصري ښار د رګونو سيستم دی. د مجموعي  ټرانسپورټي شبکې د جوړونې لپاره بايد تر ځمکې لاندې فضا په پوره او ښه توګه وکارول شي او يو داسې عصري ښار اباد شي، چې د ښار له ناروغيو څخه ډډه وشي. شي جين پينګ د ۵ زرو وګړو له يوې استوګنيزې سيمې څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې د شيونګ ان نوې سيمې په ابادۍ کې د چارو د سمسورتيا او د اوسېدونکو د ارام او هوسا ژوند ترمنځ برابري مهم کار دی. شي جين پيګ د شيونګ ان نوې سيمې له زياتو ځايونو څخه له ليدنې وروسته په لوړ  معیار او کيفيت د دغې سيمې د ابادۍ په اړه د يوې ناستې مشري وکړه. نوموړي د دغې سيمې د لاسته راوړنو ستاينه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې د دې سيمې په ابادۍ کې بايد د نژدې او منځنۍ او لرې مودې د موخو ترمنځ اړيکې، د ښاري ابادۍ د سرعت او د نفوس د پيمانې ترمنځ اړيکې، د صنعتي چارو د انتقال او لوړوالي ترمنځ اړيکې، له بېجينګ څخه د اضافي رول د انتقال او د دغه ښار د خپل پرمختګ ترمنځ اړيکې او د ښار د ابادۍ او د شاوخوا کليوالو سيمو د سمسورتيا ترمنځ اړيکې په ښه توګه حل شي، څو شيونګ ان نوې سيمه په مناسب لوري پرمختګ وکړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې په شيونګ ان نوې سيمه کې دې د اصلاحاتو او ورخلاصون امتيازي تګلارې او نمونوي پروژې پلې ، د سوداګرۍ ښه چاپيريال دې جوړ او د کورنيو او بهرنيو قوتونو او پانګو د راجلبولو لپاره دې ځانګړې تګلارې طرحې او  پلې شي.