د پاکستان سترې محکمې د مې په ١١مه نېټه حکم وکړ، چې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم او د انصاف غورځنګ ګوند مشر عمران خان نيول غير قانوني دي.
د پاکستان د سترې محکمې د یادې پرېکړې له مخې، د دغه هېواد د احتساب ملي ادارې دغه کړنه، چې د عمران خان د نيولو امر يې صادر کړ او د اسلام اباد په عالي محکمې کې يې هغه ونيوه، ناسمه او غير قانوني کړنه ده او د عمران خان حقونه يې تر پښو لاندې کړي.
د پاکستان سترې محکمې عمران خان ته امر وکړ، چې د روانې مياشتې د ۱۲مې نېټې په سهار د اسلام اباد عالي محکمې ته غوښتنليک وړاندې کړي او د نیول کېدو پر ضد یې اعتراض وکړي. (ژباړه: شکريه)