وانګ يي د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سوليوان سره وکتل
CMG2023/05/12 14:06:18
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر مدير وانګ يي په ځايي وخت د مې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه د اطريش په پلازمينې ويانا کې د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سوليوان سره وکتل.

دواړو خواوو د چين او امريکا د اړيکو د  ثابت پرمختګ لپاره د خنډونو د لېرې کولو په اړه صادقانه، ژورې، حقيقي او رغنده خبرې اترې وکړې.

وانګ يي د تايوان مسئلې په اړه د چين دريځ په هراړخيزه توګه څرګند کړ. دواړو خواوو د اسيا ارام سمندر د حالاتو، د اوکراين او نورو نړيوالو او سيمه ييزو ګډو اندېښنو په اړه د نظريو تبادله وکړه. دواړو خواوو موافقه وکړه، چې له ستراتيژيکو دارنګه تبادلو څخه ښو ګټو اخيستنو ته دوام ورکړي.