يو اسرائيلي وګړی په راکټي بريد کې وژل شوی
CMG2023/05/12 11:10:22
شريکول:

د اسرائيل دفاعي ځواکونو د مې په ١١مه وویل، چې د همدې ورځې تر ٢٠ بجو پورې له غزې څخه پر اسرائيل ٨٠٣ توغندي توغول شوي. د "Red Shield of David"په نوم د اسرائيل د بېړنۍ ژغورنې سازمان وویل، چې یو اسرائیلی وګړی په بريد کې وژل شوی او څو نور ټپیان دي.

د اسرائيل پوځ د ۱۱مې په ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د ۱۰مې له غرمې وروسته د ۱۱مې تر ۲۰ بجو پورې، له غزې څخه پر اسرائيل ټولټال ۸۰۳ توغندي توغول شوي، چې ۶۲۰ يې د اسرائيل په خاوره کې لګېدلي او ۱۵۲ يې په غزه کې  لوېدلي دي. د اعلامیې له مخې، اسرائيل د "Iron Dome" دفاعي سیستم ۱۷۹ توغندي شنډ کړي دي. (ژباړه: شکريه)