شي جين پینګ د چین د اوبتل ځواک يوې ډلې ته ځوابي پيغام واستاوه
CMG2023/05/12 16:54:35
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد د سمندري پوځ د اوبتل ځواک د يوې ډلې ټولو عسکرو ته ځوابي پيغام واستاوه او له هغوی څخه يې هيله وکړه، چې خپلې وړتياوې لوړې کړي او د پوځي چارو د سل کلنې موخې لپاره زيات خدمتونه وکړي.

ياده ډله د چين د نوي اوبتل ځواک يوه مهمه او پياوړې برخه ده. شي جين پينګ لس کاله وړاندې د ۲۰۱۳م کال په اپرېل کې د دغې ډلې له عسکرو سره وکتل. دغې ډلې له تېرو لسو کلونو راهیسې يو لړ مهمې پوځي دندې بشپړې کړې او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کمېټې لخوا وستایل شوه. د دې ډلې عسکرو څه موده مخکې شي جين پینګ ته يو پيغام واستاوه او اراده او هوډ يې وښودل، چې خپل پوځي توان لوړ کړي.