د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۱مه د هه بې ولايت په څانګ جو ښار کې د غنمو له وچو ځمکو او د هوانګ يې په نوم د سکرو له سمندري بندر څخه ليدنه وکړه او هلته يې په وچو ځمکو کې د غنمو د کرلو او د ياد سمندري بندر د کاري او توليدي حالت په اړه معلومات تر لاسه کړل.
د یادولو ده، چې د څانګ جو ښار په ۶۶.۸ زره هکتارو وچو ځمکو کې غنم کرل کیږي .
د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې څه باندې يو میليون معياري کانتينرونه د هوانګ يې په نوم د سمندري بندر له لارې لېږدول شوي دي.
( سپوږمۍ)