د روغتیا نړیوال سازمان: منکی پوکس د عامې روغتيا د نړيوالې اندېښنې وړ بیړنی حالت نه جوړوي
CMG2023/05/12 11:13:20
شريکول:

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم د مې په ۱۱مه اعلان وکړ، چې د مونکي پوکس ناروغي د عامې روغتيا د نړيوالې اندېښنې وړ بېړنی حالت نه جوړوي. هغه وويل، "په تېرو دریو میاشتو کې د دې ناروغۍ د راپور ورکړل شویو قضیو شمېر نږدې ۹۰ سلنه کم شوی دی."

نوموړي په همدې ورځ په ژنيو کې وويل، د بېړنيو روغتيايي پېښو کميټې په ۱۰مه نېټه د دې ناروغۍ په اړه د يوې غونډې وروسته ياده پرېکړه کړې ده. (ژباړه: شکريه)