چين: غواړو له استرالیا سره د رغنده سلامشورو له لارې اقتصادي او سوداګریزو مسئلې حل کړو
CMG2023/05/12 14:07:20
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۱مه په يوه خبري غونډه کې، چین ته د استراليا د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزير د سفر په اړه وويل، چې چين غواړي له استراليا سره د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه د رغنده سلامشورو له لارې د خپلو اندېښنو د حل لپاره  او د دواړو هېوادونو د خلکو د ښېرازۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

وانګ ون بين رسنيو ته د چين او استراليا د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه د چين اصلي دريځ څرګند کړ:

چين او استراليا دواړه د اسيا او ارام سمندر سيمه کې مهم هېوادونه دي، د دواړو اقتصادي جوړښتونه يو پر بل قوي اتکا لري. د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو او د خپلمنځي اړيکو ښه والی، د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري.

ده زیاته کړه، چې چين غواړي له استراليا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د شوې مهمې اجماع د پلي کولو، د متقابل باور د پياوړتيا، د همکاریو د ژورتيا او په سمه توګه د توپيرونو د حلولو لپاره کار وکړي، تر څو د چين او استراليا ترمنځ اړيکې په سالم او ثابت ډول ټينګې کړي. د دې بهير په ترڅ کې دواړه خواوې کولای شي، چې د رغنده سلامشورو له لارې خپلې اړوندې اقتصادي او سوداګريزې مسئلې په برابره توګه حل کړي او په ګډه د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.