بېجینګ: د اروپا او اسیا په چارو کې د چین د حکومت ځانګړی استازی به د اوکراین په ګډون ۵ هېوادونو ته سفر وکړي
CMG2023/05/13 14:19:05
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په دولسمه په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې د مې له پنځلسمې نېټې څخه به د اروپا او اسيا په چارو کې د چين د حکومت ځانګړی استازی لي هوی له اوکراين، پولنډ، فرانسې، جرمني او روسيې څخه ليدنه وکړي، چې د اوکراین بحران د سياسي حل لپاره به له بېلا بېلو خواوو سره خبرې اترې وکړي.

وانګ ون بين وويل، چې دا ځل اړوندو هېوادونو ته د چين د استازي له سفر څخه څرګندېږي، چې چین د سوله ییزو خبرو اترو د پرمخبېولو لپاره کوښښ کوي او چين په ټينګه د سولې  تر څنګ ولاړ دی. 

د وانګ ون بین په وینا، چې چين غواړي، په پر له پسې توګه رغنده رول ولوبوي ترڅو د اوربند، د سوله ییزو خبرو اترو د پيل او د حالاتو د خرابېدو د مخنيوي په اړه لا زياتې نړيوالې ګډې نظريې تر لاسه  کړي او د اوکراين کړکېچ د سياسي حل لپاره خدمتونه وکړي.