د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د وانګ يي او جاک سوليوان ترمنځ د کتنې په اړه معلومات ورکړل
CMG2023/05/13 14:20:36
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۲مه نېټه په خبري غونډه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو کمېسيون د دفتر مدير وانګ يي او د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سوليوان ترمنځ د کتنې په اړه معلومات ورکړل.

وانګ ون بين وويل، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو کمېسيون د دفتر مدير وانګ يي په ځايي وخت د مې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د اطريش په پلازمېنه ویانا کې د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سوليوان سره وکتل.  دواړو خواوو د چين او امريکا د اړيکو د ښه والي او د خپلمنځي خنډونو د لېرې کولو په اړه صادقانه، ژورې او رغنده خبرې اترې وکړې. وانګ يي د تايوان مسئلې په اړه د چين جدي دريځ څرګند کړ. دواړو خواوو د اسيا او ارام سمندري سیمې د حالاتو، د اوکراين بحران او نورو  ګډو پام وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه. دواړو خواوو موافقه وکړه، چې له دغې ستراتيژيکې تبادلوي لارې څخه د ښې ګټې اخيستنې ته به دوام ورکړي.