شي‌ جين پينګ د بېجينګ، تيان جين ښار او هه بې ولایت د ګډ پرمختګ په اړه د غونډې مشري وکړه
CMG2023/05/13 11:41:11
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د دې هېواد له هه بې ولايت څخه ليدنه وکړه او د بېجينګ، تيان جين ښار او هه بې ولایت د ګډ پرمختګ په اړه یې د غونډې مشري  وکړه. هغه په خپله وينا کې پر دې ټينګار کړی، چې حکومت بايد د بېجینګ، تيان جين ښار او هه بې ولايت ګډ پرمختګ ته وده ورکړي او د چيني شکله عصري کېدو په مخکښه او نمونوي سيمه دې یې بدل کړي.

شي جين پينګ د مې له ۱۱مې  نه تر ۱۲مې نېټې پورې د هه بې ولايت د څانګ جو ښار او شه جيا جوانګ ښار کليوالو سیمو، بندرونو او علمي څېړونکو سازمانونو ته  لاړ او د بېجینګ، تيان جين ښار او هه بې ولايت د ګډ پرمختګ د حالت په اړه يې معلومات تر لاسه  کړل.

د مې د ۱۲مې نېټې په ماسپښين، شي جين پينګ په شه جيا جوانګ ښار کې د بېجينګ، تيان جين ښار او هه بې ولايت د ګډ پرمختګ غونډه تر سره  کړه. هغه په دې غونډې کې زياته  کړه، چې د دغو سيمو ګډ پرمختګ بايد خلکو ته ګټې ورسوي او ګډه شتمني پياوړې کړي. حکومت باید د څېړنو او پلټنو له لارې د عامو خلکو اړتياوې او غوښتنې وپېژني او مسئلې يې حل کړي، د خلکو ګټې او نېکمرغي په پام کې ونیسي او امنيت یې ټينګ کړي.