په لوړ معيار او کيفيت د شيونګ ان نوې سيمې ابادي روانه ده
CMG2023/05/13 12:03:46
شريکول:


د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په لسمه نېټه د هه بې ولايت له شيونګ ان نوې سيمې څخه ليدنه وکړه او په لوړ معيار او کيفيت د شيونګ ان نوې سيمې د ابادۍ په اړه یې يوه ناسته تر سره کړه.

شي جين پينګ په دغه ناسته کې وويل، چې شيونګ ان نوې سيمه د لويې پيمانې د ابادۍ او له بېجينګ څخه له پلازمېنې پرته د اضافي رول د سپارلو مرحلې ته داخله شوې ده. حکومت بايد په ټينګ باور او دوامداره هڅو اړوندو چارو ته پرمختګ ورکړي.


له تېرو ۶ کلونو راهيسې، شيونګ ان نوې سيمه له نشتوالي څخه طرحه او جوړه او د لوړې کچې په عصري ښار بدله شوې ده. اوس دغې سيمې په ښاري ابادۍ کې مهم پړاوييز برياليتوبونه تر لاسه کړي او د بنسټيزو تاسيساتو په بشپړوالي کې يې مهم ګامونه پورته کړي دي.