د ايريتريا ولسمشر ايساياس افيويرکي به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د مې په ۱۴مه له چين څخه رسمي ليدنه وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۲مه په يوه نوبتي خبري ناسته کې چين ته د نوموړي د سفر په اړه معلومات ورکړل او باور يې وښود، چې دغه سفر به د چين او ايريتريا ترمنځ د اړيکو د هراړخيزې پياوړتيا لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي او د دواړو خواوو ترمنځ همکاريو ته به پرمختګ ورکړي.