د سږکال په لومړيو درېیو مياشتو کې د چين د ازادې سوداګرۍ ۲۱ ازمايښتي سيمو چټک پرمختګ کړی
CMG2023/05/13 14:36:50
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياندې شو يو تينګ د مې په ۱۱مه نېټه  يوې مطبوعاتي غونډې ته  وویل، چې د سږکال په لومړيو درېیو مياشتو کې د چين د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمو بهرنۍ سوداګرۍ او پانګې په چټکه توګه زیاتې  شوي دي.

د شمېرو له مخې، د چين د ازادې سوداګرۍ د ۲۱ ازمايښتي سيمو صادراتي او وارداتي اندازه ۱۸۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۶ سلنه زياتوالی ښيي. په دغو سيمو کې د کارول شويو بهرنيو پانګو اندازه ۷۱.۹ ميلياډو يوانو ته رسېدلې، چې ۲۲.۱ سلنه زياتوالی ښيي.  

نوموړې  وویل، چې سږکال د چين د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمې د جوړېدو لسمه کليزه ده. د سوداګرۍ وزارت به يو لړ فعاليتونه تر سره کړي، څو د چين او بهرنيو هېوادونو تصدۍ د  ازمایښتي سيمو نوي تدبيرونه معلوم او د پرمختګ نوي فرصتونه په پام کې ونیول شي.