ولې له ۲۰۰ کلونو وروسته بیا هم په امريکا کې د ماشومانو کارګرو مسئله نه ده حل شوې؟
CMG2023/05/13 11:14:59
شريکول:

د ماشومانو  په کار ګمارل په اوسنۍ نړۍ کې د انتقاد وړ پدېده ده، خو د ماشومانو کارګرو مسئله لا هم په امريکا کې شتون لري او وضعيت يې سخت دی.

د امريکا د کارګرو وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د امريکا څو ميليونه تنکي ځوانان او ماشومان د کرنې، خوراکي خدمتونو، پرچون خرڅلاو، ساعت تېرۍ او ساختماني چارو په برخو کې استخدام شوي، چې زياتره يې کډوال ماشومان دي. د رويټرز اژانس د خبر له مخې، له ۲۰۱۸م کال راهيسې په امريکا کې د ناقانونه استخدام شويو ماشومانو شمېر نژدې ۷۰ سلنه زيات شوی دی.

امريکا خپل ځان د بشري حقونو  مدافع  بولي، نو ولې نشي کولای د نابالغو او کارځپلو ماشومانو دفاع وکړي ؟  يو مهم لامل دا دی، چې د امريکا په عدلي سيستم کې  نیمګړتیا شتون لري.

په امريکا کې د ماشومانو پر استخدام محدوديت  لګول  شوی، خو بنديز نه. دغه راز په ځينو برخو کې د ماشومانو کارګرو استخدام قانوني دی.

د امريکا د يوه غیر حکومتي سازمان د  شمېرو له مخې، د امريکا په فارمونو او بڼونو کې د کم عمره کارګرو شمېر له ۳۰۰ زرو څخه تر ۸۰۰ زرو پورې دی، چې ځينې کارګر له لسو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي. د دغو کم عمره کارګرو د کار وخت اوږد، کار يې سخت او معاش يې کم دی او د کار په بهير کې د تېزو سامان الاتو او درنو ماشينونو کارولو ته اړتيا لري، چې روغتيا او امنيت يې له ننګونو سره مخ دی. د امريکا د حکومت يو راپور ښيي، چې هر کال د دغه هېواد د فارمونو سل زره کارګر ماشومان د کار له امله ټپيان کیږي.

بر سېره پر دې، د امريکا د اوسنيو قوانينو له مخې د يوه  ماشوم  د غیر قانوني استخدام په اړه جريمه له ۱۵ زرو امريکايي ډالرو څخه لوړه نه ده، چې دغه پيسې د زياترو امريکايي تصديو لپاره د يادولو وړ نه دي، دغه راز د تصديو پر وړاندې قوانين او مقررات د محدوديت قوت نه لري. په تېره بيا د امريکا ډېرو تصديو د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د کارګرو د کمبود مسئلې د حل لپاره د کم عمره کارګرو د راجلبولو اعلاميې خپرې  کړي دي. ويسکوسين ايالت د قانوني لايحې په خپرولو سره دې ته اجازه  ورکړې، چې د ماشومان کارګرو د اضافي کار وخت د شپې تر ۱۱ بجو پورې  اوږېدای شي. دا د ماشومانو کارګرو د چټک زياتوالي سبب ګرځېدلی.

ولې د ماشومانو کارګرو په اړه د امريکا د قوانينو په سيستم کې ډېرې نيمګړتياوې شتون لري؟ د دغه هېواد له تاريخ څخه نښه پيدا کيدای شي.

امريکا د کډوالو له لارې جوړ شوی کاپتاليست هېواد دی او په  تېرو وختو کې د کډوالو ماشومانو د کار وضعيت  یوه عادي او عمومي مسئله وه. په تېره بيا د دغه هېواد په جنوبي سيمو کې د مرئيتوب نظام د تطبيق په موده کې ډېر افريقايي الاصله ماشومان په فارمونو  پلورل کېدل. په ۱۷۹۱م کال کې د امريکا د ماليې وختي وزير اليکسندار هميلتون وويل، چې ماشومان د کار ځواک ارزانه سرچينه ګرځېدلی شي. ورپسې د امريکا معدني زېرمو او فارمونو ډېر ماشومان استخدام کړل. له  تېرو څه باندې ۲۰۰ کلونو راهیسي، په دغه هېواد کې ماشومان  د کار استثمار او ظلم ځپلي. دا ښيي، چې د ماشومانو کارګرو مسئله د امريکا د سيستماتيک نژادي تبعيض يوه برخه ده.

بر سېره پر دې، په امريکا کې د دوو ګوندونو نظام او د ګوندونو ترمنځ د واک سيالي هم د دې  لامل شوې، چې د ماشومان کارګرو مسئله له اوږدې مودې راهيسې نه ده حل شوې. د نيويارک ټايمز په يوه راپور کې ويل شوي، چې د کډوالو د پاليسۍ په چارو کې د دوو ګوندونو ترمنځ مبارزې دغه مسئله لا پېچلې کړې ده.

امريکا لا هم د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه يوازېنی هېواد دی، چې د ماشومانو د حقونو تړون يې نه دی تصويب کړی. که يو هېواد د خپلو ماشومانو حقوق نه شي ساتلی، ايا دغه هېواد متمدن هېواد دی؟ او ایا دغسې هېواد د بشري حقونو په اړه پر نورو هېوادونو د نيوکې حق لري؟