د چين او د منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاریو ګټورې پايلې
CMG2023/05/13 14:19:49
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ هدف له ټاکلي وخت نه مخکې تر لاسه شوی چې ۷۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ سلنه زياته شوې ده. په ۲۰۲۲م کال کې چین ته د منځنۍ اسيا هېوادونو صادر شوي کرنيز محصولات، د انرژۍ او معدنیاتو توليدات د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۵۰ سلنه زيات شوي او د چین له خوا د منځنۍ اسيا هېوادونو ته صادر شوي ميخانيکي او برېښنايي توليدات د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۴۲ سلنه  زيات شوي دي. د روان کال د مارچ تر پايه پورې د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د چين د مستقيمې پانګونې اندازه له ١٥ میليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده.

تر اوسه پورې چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه ګڼ شمېر د همکارۍ سندونه لاسليک کړي، د منځمهاله او اوږدمهاله اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پلانونه يې جوړ کړي، د پانګونې د ساتنې تړونونه یې لاسليک کړي او د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ميکانيزمونه ورځ په ورځ بشپړ شوي دي.