بېجینګ: د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز د هرکلي وړ مهم ټکی د ګډې مشورې، ونډې او شریکولو اصول دي
CMG2023/05/13 14:21:28
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۲مه نېټه د يوې خبري غونډې مشري وکړه. یو خبریال پوښتنه وکړه، موږ ولیدل چې د اروپا د بروګیل څېړنیز انسټیټیوټ په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړ او ويې ویل، چې د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز په تېره لسیزه کې له ډېرو ننګونو او ازموینو سره مخ شوی او په نړیواله کچه یې، په ځانګړې توګه د پرمختيايي هیوادونو لخوا ستاینه شوې ده. د چین په نظر څه  دی؟

وانګ ون بين وويل، د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې د وړاندیز د هرکلي وړ مهم ټکی د تل لپاره د ګډې مشورې، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو  اصول دي. د نړیوالې همکارۍ لپاره د پرانیستي او ټول شموله ډګر په توګه، د یو کمربند او يوې لارې وړاندیز هغه ډول تش په نوم نړیوال کېدل نه هڅوي، کوم چې یوازې یو څو هېوادونو ته خدمت کوي، بلکې ډېر ټولشموله او متوازن نړیوال او ګډ پرمختګ پیاوړی کوي. د حقیقتونو په وړاندې، هر هغه دروغ چې د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز او له اړوندو هېوادونو سره د چین همکارۍ بدناموي، ناکام به شي.