د قزاقستان ولسمشر قسيم جومارت توکايف په دې وروستيو کې له چين ميډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې چين د قزاقستان د بهرنيو چارو په پاليسو کې ډېر مهم مقام لري. قزاقستان او چين ګاونډي هېوادونه دي، دواړه هېوادونه باید سوله ييزې او دوستانه اړيکې وساتي. توکايف وويل، چې د قزاقستان د ولسمشر په توګه د ده يوه مهمه دنده دا ده، چې د دواړو هېوادونو اړيکې لا ټينګې کړي او په سياسي او اقتصادي برخو کې ګډې ګټې ورسوي.
نوموړي په ياده مرکه کې په دې وروستيو کلونو کې د چين د يو لړ نړيوالو وړانديزونو لوړه ستاینه وکړه. د هغه په وينا، د چين دغه نړيوال پېشنهادونه د يوې ثابتې نړۍ د ابادۍ لپاره خدمت کوي.
نوموړي زياته کړه، چې قزاقستان او چين د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د پلي کېدو په اړه لوړه موافقه لري. دواړه خواوې نه يوازې د ياد وړانديز له لارې د ګډو ګټو لرونکو همکاريو لپاره کلک بنسټ برابرولی ، له دې لارې نړیوالې ټولنې ته غږ کولی شي.