د مور د زړه ډاډه کولو لپاره هڅې
CMG2023/05/14 15:02:43
شريکول:

شي جين پينګ د ۱۹۶۹م کال په جنورۍ کې، چې هغه وخت کې يې له ۱۶ کاله کم عمر درلود، د تنکي زلمي محصل په توګه د خدمت لپاره له بېجينګ څخه د شاان شي ولايت ليانګ جيا هه کلي ته لاړ. د ده مور آغلې چي شين د خپل زوی لپاره يوه کوچنۍ کڅوړه جوړه کړه او ورباندې يې په سره رنګ چیني کريکټرونه خامک دوزي کړل  او ورباندې يې ولیکل چې ((د مور زړه )).

( د شي جين پينګ د مور له خوا جوړه شوې کڅوړه)

((د کار او زده کړو لپاره باید هڅې وشي او ټولې چارې دې په ښه او مناسب ډول تر سره شي.)) آغلې چي شين د خپل خاوند دغه خبره له زړه څخه نه باسي او دا يې د خپلو اقداماتو د لارښوونې اصل بللی او د خپلو خبرو او کړنو له لارې يې ماشومان اغېزمن کړي.

(د آغلې چي شين او ماشومانو ګډ عکس)

شي جين پينګ د ۲۰۲۳م کال د پیلېدو په درشل کې د چين د دولت رئيس په توګه د نوي کال په مناسبت تلويزيوني وينا وکړه. په ويډيو کې ليدل کېږي، چې د شي جين پينګ په دفتر کې يو داسې عکس ايښي دی، چې هغه او د ده مېرمن پنګ لي يوان له خپلې مور چي شين سره يو ځای ولاړ دي.

(د شي جين پينګ او د ده د مور ګډ عکس)

شي جين پينګ په داسې حال کې چې شپه او ورځ ډېر مصروف دی نو ډېری وخت له خپلې مور سره ملګرتیا نه شي کولای.

شي جين پينګ د ۲۰۰۱م کال د پسرلني جشن کې، چې په هغه وخت کې يې په فو جيان ولايت کې کار کاوه، بېرته کور ته نشو را ستنېدای. اغلې چي شين له نوموړي سره په ټيلېفوني خبرو کې وويل، چې په ښه توګه کار کول له پلار او مور سره د مينې او احترام ډېره ښه څرګندونه ده.

(د ۲۰۰۱م کال د پسرلني جشن کې، آغلې چي شين له شي جين پينګ سره د ټيلېغوني خبرو په حال کې )

کورنۍ د يوه هېواد تر ټولو کوچنی واحد او له ميليونو کورنيو څخه هېواد جوړيږي. شي جين پينګ تل په زړه کې خلکو ته لومړيتوب ورکوي او د چیني کورنیو او خلکو د نيکمرغه ژوند لپاره يې هڅې کړې، چې له دې لارې يې د خلکو او خپلې مور زړونه ترلاسه کړي او ډاډه کړي دي.