چين او استراليا موافقه وکړه چې د اقتصادي او سوداګريز ډيالوګ ميکانيزمونه بيا پيل کړي
CMG2023/05/14 14:18:00
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د مې په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ چې د چين او استراليا د وزيرانو په کچه د اقتصادي ګډې کميټې ۱۶مه غونډه څو ورځې مخکې په بېجينګ کې تر سره شوه. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ازادې سوداګرۍ د تړون د ګډې کميټې په شمول د اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو ميکانيزمونه بيا پيل کړي او د شين رنګ او کم کاربن او د اولمپيک د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو د مې په دولسمه نېټه په بېجينګ کې د استراليا د سوداګرۍ له وزير فاريل سره د چين او استراليا د وزيرانو په کچه د اقتصادي ګډې کميټې د ۱۶مې غونډې مشري وکړه. دواړو خواوو د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د بالي ټاپو د غونډې د ګډې موافقې د پلي کولو، د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ثابت پرمختګ، په سمه توګه د يو بل د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو اداره کولو او د عملي همکاريو د پياوړتيا په اړه صادقانه، مسلکي او هر اړخيزې خبرې اترې وکړې.

وانګ ون تاو وويل، چين غواړي له استراليا سره په ګډه د همکاريو ساحې پراخې کړي او هيله لري چې استراليا د سوداګرۍ ښه چاپيريال برابر کړي او له چيني شرکتونو او توليداتو سره په عادلانه توګه چلند وکړي.