د مور مينه
CMG2023/05/14 15:17:05
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۵م کال د پسرلني جشن د نمانځنې په غونډه کې د چين د تانګ امپراطورۍ د دورې د مشهور شاعر منګ جياو يو شعر دکلمه کړ.

 دې شعر کې د یوې مور کیسه بیان شوې چې يوه مور د خپل زوی د لرې سفر له پيلېدو مخکې د هغه جامې ګنډي.

شي جين پينګ د ۱۹۶۹م کال په جنورۍ کې، چې هغه وخت کې يې له ۱۶ کاله کم عمر درلود، د تنکي زلمي محصل په توګه د خدمت لپاره له بېجينګ څخه د شاان شي ولايت ليانګ جيا هه کلي ته لاړ. د ده مور اغلې چي شين د خپل زوی لپاره يوه کوچنۍ کڅوړه جوړه کړه او ورباندې يې په سره رنګ چیني ژبې دا کریکټرونه خامک دوزي کړل چې ((د مور زړه )).

له دې وروسته، چې شي جين پينګ په کار وګمارل شو، د ده مور چي شين کله نا کله ورته پيغامونه لېږل او له نوموړي څخه يې غوښتنه کوله، چې په کار کې دې پر جدي معيارونو او اصولو ټينګار وکړي.

کورنۍ د وګړي د عمر لومړی لوست دی او پلار او مور د ماشوم لومړني لارښوونکي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په زياتو غونډو کې د کورنيو د ښې فضا او چلند پر مهم ارزښت تاکيد کړی دی.

د مور مينه د يوې کورنۍ د ښې فضا په روزلو کې مهم رول لوبوي او د کورنيو فضا بيا د ټولنې فضا جوړوي. د کورنيو پرمختګ د هېواد وده هڅولی او د کورنيو د هڅو او لاسته راوړنو له راغونډېدو وروسته د چيني ملت د بيا سمسورتيا قوت ځواکمن کيږي.