د جاپان خلکو د اوو هېوادونو ګروپ د سرمشريزې پر ضد احتجاجي غونډه وکړه
CMG2023/05/14 14:43:58
شريکول:

د اوو هېوادونو ګروپ (G7) سرمشريزه به د جاپان په هيروشيما ښار کې تر سره شي. د جاپان لومړی وزير فوميو کيشيدا د مې په ۱۳مه نېټه هيروشيما ښار ته تللی او د یادې سرمشريزې د چمتوالي وضعيت يې ليدلی. عامو خلکو په همدې ورځ په هيروشيما ښار کې د اوو هېوادونو ګروپ د سرمشريزې پر ضد احتجاجي غونډه تر سره کړه.

په همدې ورځ شاوخوا ۲۰۰ جاپانيانو په باران کې په ياده احتجاجي غونډه کې ګډون کړی.

د يادې غونډې په اعلاميه کې ويل شوي، چې د اوو هېوادونو ګروپ سرمشريزه د ازادۍ او ډيموکراسۍ په پلمه پوځي اتحاد جوړوي. د دغې سرمشريزې غونډې اصلي بڼه دا ده، چې لوي غړي هېوادونه يې غواړي چې کوچني هېوادونه بايد د دوی د غوښتنې له مخې قدام وکړي.