په ملګرو ملتونو کې د سوريې دايمي پلاوي په ځايي وخت د مې په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ چې د سوريې حکومت موافقه کړې چې زلزلې ځپلو سیمو ته د ملګرو ملتونو د مرستندویه توکو د لیږدولو لپاره به د سوريې او ترکيې ترمنځ د باب السلام او الراعي سرحدي پولو د پرانیستلو موده وغځوي.
په ملګرو ملتونو کې د سوریې دایمي پلاوي ویلي چې د نوموړو ۲ پولو د پرانیستلو موده به د روان کال د اګست تر ۱۳مې نېټې پورې وغځول شي.