د چین پاکې انرژۍ په چټکۍ سره وده کړې
CMG2023/05/14 14:18:40
شريکول:

د چین د برېښنايي شبکې د دولتي شرکت له شمېرنې سره سم، د ۲۰۲۲م کال تر پای پورې، د چین د پاکې انرژۍ له لارې د برېښنا تولید پيمانه ۴۹،۶ سلنه ده او د برېښنا تولیدي اندازې ۳۶،۲ سلنه برخه نیولې ده. د نوې انرژۍ له لارې د تولید شوې برېښنايي انرژۍ اندازه د لومړي ځل لپاره له ۱ ټریلیون kWh څخه زياته شوې چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چین د انرژۍ د ملي ادارې د شمېرنې له مخې، د چین له خوا تولید شویو د فوتولټيک ماډلونو په ګډون کيليدي برخې په نړيوالو بازارونو کې ۷۰ سلنه برخه نیسي. په عین وخت کې، د چین د بيا کارېدونکې انرژۍ پرمختګ د نړۍ لپاره فعال خدمتونه کړي او له اقلیمي بدلون سره په مقابله کې چین پر فعال ګډون کوونکي او مهم مرسته کوونکي بدل شوی دی.