د چین د لوېدیځ سیمې د ځمکې او سمندر ترکیبي لارې څخه ۳۰۰ زره کانټینر تبادله شوي
CMG2023/05/14 12:13:27
شريکول:

څو ورځې مخکې يو باروړونکی اورګاډی، چې پکې د اندونيزيا مالونه بار و، د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې د چين جو ښار له سټېشن څخه د چونګ چينګ ښار په لوري وخوځيد. دغه راز سږکال د چين د لوېدیځې سيمې د نوې ځمکنۍ او سمندري ترکیبي لارې څخه د اورګاډيو په وسیله د لېږدول شويو کانتينرونو شمېر له ۳۰۰ زرو نه زيات شوی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴سلنه زياتوالی ښيي.

تراوسه پورې پر يادې نوې ځمکنۍ او سمندري لارې د ليږدولو شويو مالونو ډولونه ۹۴۰ ته رسيدلي دي. دغه نوې لار د چين ۱۷ ولايتونو، ۶۱ ښارونو او ۱۱۵ سټېشنونه سره نښلولي او د نړۍ ۱۱۹ هېوادونو او سيمو ۳۹۳ بندرونو سره وصل شوې ده.