اسرائيلو او د فلسطين اسلامي جهاد د اوربند پر تړون موافقه کړې
CMG2023/05/14 10:58:19
شريکول:

د اسرائيلو رسنيو د مې په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ، چې د مصر تر هڅې لاندې، اسرائيلو او په غزه کې د فلسطين اسلامي جهاد ډلې د اوربند تړون جوړ کړی او دغه تړون به د همدې ورځې د شپې په ۱۰ بجو نافذ شي.

د مصر او اسرئيلو د رسنيو د خبر له مخې، په ياد تړون کې دا راغلي، چې دواړه خواوې پر ملکي تاسيساتو او عامو خلکو بريد نه کوي.

د اسرائيلو د پوځ د استخباراتو ادارې پخواني مشر په ټلويزيون کې خبرداری ورکړی، چې اسرائيليان باید د دې هېواد د ځواکونو د قوماندانۍ حکم مراعات کړي، په تېره بيا د اوربند تړون تر نافذېدو څو دقيقې مخکې.

د ياد خبر له خپرېدو وروسته، په ځايي وخت د شپې په ۲۱ بجو او ۳۰ دقيقو، د اسرائيل په يو شمېر جنوبي سيمو کې بيا د خبرداري ووهل شو.