د سويډن ټلويزيون د خبر له مخې، د اوکراين د بهرنيو چارو وزير دميترو کولېبا د مې په ۱۳مه نېټه په سويډن کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په غير رسمي غونډه کې ګډون کړی. په دې غونډه کې ګډونوالو اوکراين ته د ټولو پوځي تجهيزاتو د ژر لېږېدلو په اړه بحث کړی.
کولېبا ويلي، چې اوکراين اوس له روسيې سره د بنديانو د تبادلې په اړه مذاکرات کوي او له ملګرو ملتونو او ترکيې سره د خوراکي موادو د صادرولو د مسئلو په اړه خبرې اترې کوي.