د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې يوه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د سږکال په لومړيو څلورو مياشتو کې د چين د صادراتي موادو اندازه ۷۶۷۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰.۶ سلنه زياتوالی ښيي.
د دې شمېرې له مخې د چين د موټرو د صادراتو وده په چټکۍ سره دوام لري. د چين د موټرو د صنعتي ټولنې د شمېرنې له مخې، د سږکال په اپريل، د چين د موټر توليدوونکو تصديو ۳۷۶ زره موټرونه صادر کړي، چې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۱.۷ چنده زياتوالی ښيي.