څوک له اقتصادي جبر کار اخلي؟ راځئ، د امريکې کړنې وګورئ
CMG2023/05/15 15:24:41
شريکول:

 د امريکې د ماليې وزيرې ايلين د جي ۷  هېوادونو د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو رئيسانو غونډې ته په وینا کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د چين د اقتصادي جبر د مخنيوي لپاره دې همغږي اقدامات وکړي. خو په حقيقت کې څوک له اقتصادي جبر کار اخلي او څوک په دې برخه کې لوی لاس لري او څوک د اقتصادي جبر قربانيان دي؟ له واقعيتونو څخه د دې پوښتنې ځواب پيدا کېږي.

اقتصادي جبر چې په انګليسي ژبه کې ورتهeconomic coercion  ويل کېږي، د امريکې نوښت دی او له اوږدې مودې راهيسې يې کار ترې اخيستی دی. د دې کلمې معنا دا ده چې امريکا د زور، تهديد، سياسي انزوا کېدو، اقتصادي بنديزونو او تخنيکي محدوديتونونو څخه په کار اخيستلو نور هېوادونه اړ باسي چې د امريکې غوښتنې ومني او په دې سره خپله باداري وساتي.

اقتصادي جبر د امريکې د جابرانه ډيپلوماسۍ يوه برخه ده او دغه هېواد يې خپل امتيازي حق ګڼي. تحليل ګر په دې اند دي، چې امريکا ځکه له اقتصادي جبر کار اخلي، چې هغه غواړي له چين سره د ګډې اقتصادي، سوداګریزې او پولي همکارۍ او اړوندو خبرو اترو لپاره چيپونه ترلاسه کړي او پر چين يې بې اساسه تورونه لګولي، څو چين له خپلې لارې وګرځوي.

امريکايي خبري رسنيو داسې خبرونه خپاره کړي، چې امریکا به د جي اوو هېوادونو د سږنۍ سرمشريزې په موده کې د چين د سيميکنډکټور(semiconductor)، مصنوعي ځيرکتيا او قوانټوم کمپيوټينګ(quantum computing) په ګډون د عصري تخنيکونو پر چارو بې ساري بنديزونه اعلان کړي. که دغه خبرونه واقعي وي، نو دا به د چين پر وړاندې د امريکا د اقتصادي جبر او د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه شويو کړنو يو بل ثبوت شي.

امريکا پر خپلو متحدينو هم اقتصادي جبر کړی دی. دغه هېواد د تېرې پېړۍ له اتمې لسيزې راهیسې پر جاپان څو ځلې اقتصادي بنديزونه لګولي او له دې لارې يې غوښتي چې د جاپان د سيميکنډکټور چارې کمزورې شي. جاپان د جي۷ هېوادونو سږنۍ سرمشريزې کوربه هېواد دی، آيا دغه هېواد خپله ترخه تجربه هېره کړې؟

د جي۷ ډلې ډېر غړي هم د امريکا د اقتصادي جبر له کړنو سره مخ وو، دوی دې خپلې تجربې بيا وګوري او د امريکا په جرم کې دې ځانونه نه شريکوي.