د سږکال په لومړۍ ربع کې په چين کې د تازه جوړو شويو ملکي تصديو شمېر ۱۰،۷ سلنه زيات شوی
CMG2023/05/15 12:59:39
شريکول:

د سږکال په لومړيو درېيو مياشتو کې په چين کې ۲ ميليونه او ۳۹ زره ملکي تصدۍ تازه جوړې شوې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰،۷ سلنه زياتوالی ښيي.

د مارچ تر پايه په چين کې د ثبت شويو ملکي تصديو شمېر له ۴۹ ميليونو څخه اوښتی دی او د چين په ټولو تصديو کې د ملکي تصديو ونډه ۹۲،۳ سلنې ته رسېدلې ده.

د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د اقتصادي پرمختګ د ثابت او هڅونې او د مصارفو د زياتوالي په موخه يو لړ تګلارې پلې او اغېزمنې تمامې شوې دي او د چين د ملکي تصديو د پرمختګ چاپيريال يې ښه کړی. دغه راز د ملکي تصديو باور لوړ او د پرمختګ ښه تمايل څرګند شوی دی.