د عراق د نفتو وزير حيان عبدالغني په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د پيدا شويو اومو نفتو د ذخيرې حجم يې ۱۰ میلیارډه بېرله او د طبیعي ګازو ذخيرې حجم يې ۸۰۰۰ مليارډه مکعب فټه زیاتې شوې دی.
د دغه هېواد د نفتو وزارت د مې په ١٢مه په يوې اعلاميې کې وويل، چې حيان عبدالغني د عراق بصرې ښار ته څېرمه د تېلو لرونکې سيمه په يوه فعاليت کې د ګډون پر مهال ياد شمير اعلان کړی.
د دې اعلاميې له مخې، د عراق حکومت له څو اکتشافي ځایونو څخه دمعلوماتو له تحليلولو وروسته دې نتیجې ته رسیدلی چې د اومو نفتو او طبیعي ګاز زیرمې ډیرې شوې دي.