په چين کې د اوبو سپمولو ملي کمپاين ګډونوالو ښارونو شمېر ۱۴۵ ته رسيدلی
CMG2023/05/15 12:50:13
شريکول:

د مې له ۱۴مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې په چين کې د ښارونو د اوبو د سپمولو د اوونۍ په نوم کمپاين روان دی. د چين بېلا بېلو ښارونو له تېرو څو کلونو راهيسې د اوبو د سپمولو لپاره ډېرې هڅې کړې او په دغه هېواد کې د اوبو سپمولو ملي کمپاين ګډونوالو ښارونو شمېر ۱۴۵ ته رسيدلی دی.

د تازه شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د چين په ښارونو کې هره ورځ د هر وګړي په سر د اوبو د استعمال منځنۍ اندازه ۳۳۰ ليتره وه، چې دغه رقم د خلکو د ژوند کچې د لوړېدو سره سره د لسو کلونو مخکې اندازې په پرتله ۵،۵ سلنه ټيټوالی ښيي.

بر سېره پر دې، د چين په بېلا بېلو سيمو کې د بيا کارېدوونکو اوبو د استعمال اندازه کال په کال لوړه شوې ده. په ۲۰۲۲م کال کې د چين په ښارونو کې د بيا کارېدوونکو اوبو د استعمال اندازه ۱۷ ميليارډه مکعب مترو ته رسيدلې، چې د لسو کاله مخکې اندازې په پرتله ۴،۵ چنده زياته شوې ده.