د ترکيې ولسمشريزې او پارلماني ټاکنې د مې د ۱۴مې نېټې په سهار اتو بجو پيل شوې، چې د اوسني ولسمشر رجب طيب اردوغان په شمول درېيو نوماندانو ترمنځ د جمهوري ریاست څوکۍ لپاره سيالۍ وشوې.
دغه راز ۲۴ سياسي ګوندونو او ۱۵۱ خپلواکو نومادانو ترمنځ د پارلمان د ۶۰۰ څوکيو لپاره سيالۍ وشوې.
د ترکيې د ټولټاکنو عالې کمېټې د شميرنې له مخې، په دغه هېواد کې شاو خوا ۶۴ ميليونه او ۱۰۰زره تنه رايه ورکوونکي ثبت شوي دي. د رايي ورکونې رسمي نتيجه به د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه د يادې کمېټې لخوا اعلان شي.