کارپوهان پدې باور دي چې د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه به ډېرې لاسته راوړنې ولري
CMG2023/05/15 15:14:23
شريکول:

د قرغېزستان او ازبکستان دوو کارپوهانو خبري رسنيو ته ويلي چې د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه به د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ نوې پاڼه پرانيزي او ډېرې نورې لاسته راوړنې به ولري.

د قرغېزستان د کابار خبري اژانس د نړيوالوخپرونو څانګې رئيس نورژن کاسمليوا په بېشکېک کې وويل، د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه به چې د چين په شي ان ښار کې به پيل شي، لومړۍ سرمشريزه وي چې د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشران به پکې حضور ولري. دغه غونډه به له چين سره د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د اړيکو نوې پاڼه پرانيزي او د سيمې د ټېکاو او سمسورتيا لپاره به ګټې ولري.

د ازبکستان د تاشکند د ختيځ د څېړنې دولتي پوهنتون مرستيال پروفيسور عزم شزمانوف دغه سرمشريزه يوه مهمه تاريخي پېښه بللې او ويلي يې دي چې دغه غونډه به د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو او چين ترمنځ د همکارۍ لپاره نوې پاڼه پرانيزي.