د اوکراين ولسمشر زيلينسکي له جرمني څخه ليدنه کړې
CMG2023/05/15 14:56:15
شريکول:

د جرمني ولسمشر فرانک والتير ستېنميير او صدراعظم اولاف شولز د مې په ۱۴مه نېټه په پلازمېنه برلین کې د اکراين له ولسمشر ولاديمير زيلينسکي سره کتلي دي.

د جرمني رسنيو د خبر له مخې، زيلينسکي د مې د ۱۳مې نېټې په شپه د ايټاليې له روم څخه برلين ته تللی دی. دا د اوکراين له بحران راهيسې جرمني ته د زيلينسکي لومړی سفر دی. د امنيتي ملحوظاتو له امله د زيلينسکي د دغه سفر اجنډا نه ده خپره شوې.

د مې د ۱۴مې نېټې په سهار، ستېنميير له زيلينسکي سره لیدنه کړې او له دې وروسته دواړو خواوو بيا په ګډه مطبوعاتي غونډه کې ګډون کړی.

شولز په مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې جرمنی به د اړتيا په وخت کې له اوکراين څخه ملاتړ وکړي، نه يوازې په بشري برخه، بلکې د سياست، اقتصاد او د وسلو د برابرولو په برخو کې به هم ورسره ملاتړ برابر کړي. هغه ياده کړې چې جرمني د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه اعلان کړی، چې اوکراين ته به د ۲ ميليارډو او ۷۰۰ میليونو يورو په ارزښت پوځي مرستې اضافه کړي.

زيلينسکي د يادې پوځي مرستې ستاينه کړې او ویلي يې دي چې دغه مرسته د اوکراين لپاره ډېره مهمه ده.