د تایوان مسئلې په کارولو د چین د پرمختګ مخنیوي په اړه د واشنګټن شوم نیت بې ځایه دی
CMG2023/05/15 15:41:28
شريکول:

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین څو ورځې مخکې د یوې اعلاميې په خپرولو سره د روغتیا نړیوال سازمان ډېر هڅولی چې د دغه سازمان په سږنۍ لویه غونډه کې تايوان ته د ناظر په توګه د ګډون بلنه ورکړي. دا د تایوان مسئلې په اړه د واشینګټن یوه بله لمسوونکې کړنه ده. د خبري رسنیو په اند، د واشينګټن په هڅونې سره به د اوو لویو صنعتي هېوادونو ډلې په سرمشریزه کې ادعا وکړي چې چين ګواښ دی او د تایوان مسئلې ته به پاملرنه زياته کړي.

د تایوان مسئله د چین مرکزي ګټه ده. د یو چین پېژندې اصل د نړیوالې ټولنې پراخه ګډه نظریه او د نړیوالو اړیکو بنسټیز اصل دی، د چین او نورو هېوادونو د رسمي اړیکو د ټينګښت سیاسي بنسټ هم دی. که واشينګټن غواړي له خپلو ملګرو سره د تایوان له مسئلې په استفادې سره د چین د پرمختګ مخنیوی وکړي او حتی غواړي په نړیواله ټولنه کې د نظرياتي اختلاف څپه راوپاروي، خو د دوی نیت بې ځایه او هېڅ ګټه به ورته ونه رسوي.

د نویو اقتصادي بازار لرونکو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د پرمختګ ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي، په دې سره د اوو لویو صنعتي هېوادونو ډلې نړیواله اغېزه مخ په کمېدو ده، له هغوی یوازې د امریکې د تسلط ساتلو لپاره د وسیلې په توګه استفاده کېږي. د دې ډلې د تش په نوم ګډه نظریه د نړیوالې ټولنې استازیتوب نه کوي. سربېره پردې، دا معلومه نه ده چې ايا د دې ډلې په دننه کې يا ټول غړي ګډه نظریه لري ؟

د مثال په توګه، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سږ کال په اپریل کې چین ته د سفر په وخت کې په تکرار سره وويل چې فرانسه د یو چین پېژندنې د اصولو درناوی کوي او دا عملي کوي، اروپا باید د تایوان مسئلې په اړه خپلو ګټو ته له پام کولو وروسته مناسبه پرېکړه وکړي. د مکرون دغه څرګندونې د امریکې د ناخوښۍ سبب ګرځېدلې. بله خوا د واشينګټن لخوا د خپلو ملګرو د څار په اړه د رمزي سندونو په خپرېدو سره د دغو هېوادونو په منځ کې د بې باورۍ بحران رامنځته شوی، نو د اوو هېوادونو ډلې په منځ کې ډېر اختلافات موجود دي. د تایوان مسئلې په کارولو سره د چین د مخنیوي په اړه واقعي لارښوونکې امریکا ده.

واشينګټن یوه خوا څرګنده کړې چې د یو چین پېژندنې پر تګلارو ټینګار کوي، له چین څخه د تایوان له بېلتون ملاتړ نه کوي، خو بله خوا يې د تایوان په وسیله د چین د مخنیوي لپاره یو لړ ګامونه پورته کړي دي. د امریکې د استازیو مجلس مشر کاون مکارسي د تایوان له مشرې څاې ینګ ون سره نا معقوله کتنه وکړه، د امریکې پوځي بېړۍ د ازادۍ چلند تر عنوان لاندې له تایوان تنګې څخه تېرې شوې، د امریکې څه باندې ۲۰ دفاعي شرکتونه په ډله ییز ډول تایوان ته لاړل او له تایوان سره يې نظامي همکارۍ ډېرې وهڅولې. نو څوک د تایوان تنګي د سولې ساتنې شعارونو په ورکولو سره ډېرې لمسوونکې کړنې ترسره کړې؟ ځواب يې ټولو ته معلومه ده.

جاپان د اوو هېوادونو ډلو د سږنۍ سرمشریزې کوربه دی، دغه هېواد اوس د تایوان تنګي په چارو کې د لاسوهنې لپاره د نورو بهرنیو ځواکونو په راغونډولو بوخت دی، دغه هېواد ادعا کړې چې چين يو ګواښ دی، د خپل پوځي توان د پياوړی کولو لپاره پلمه لټوي. د اسیا او ارام سمندر زیاتره هېوادونه باید په دې ښه و پوهېږي چې که د تایوان تنګي وضعیت نور زیات سخت شي، د دې سیمې امنیت او پرمختګ ته به سخت ګواښونه پېښ کړي. د تایوان مسئلې په اړه د جاپان د دومره منفي څرګندونې پر وړاندې د سیمې هېوادونو د وېښتیا اړتيا ده.

په اوسنۍ نړۍ کې د یو چین پېژندنې اصل یوازې یوه بڼه لري چې په نړۍ کې یوازې یو چین موجود دی، تایوان د چین یوه نه جلا کېدونکې برخه ده. د چین ولسي جمهوریت د دغه هېواد یوازینی قانوني حکومت دی. د یو چین پېژندنې له اصل څخه د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ کېږي او د نړیوالو له غوښتنې سره سمون لري. واشينګټن څو ځلې د تایوان مسئلې په کارولو سره شخړې رامنځته کړې، دا شوم نیت يې بې ځای دی او چین ور سره کلک مخالفت کوي.