د چين او منځنۍ اسيا هيوادونو تر منځ عملي همکاري لا ژوره کېږي
CMG2023/05/15 14:45:34
شريکول:

د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه به د مې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه د چېن د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې تر سره شي. اوس مهال چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه په بېلا بېلو ساحو کې عملي همکاريو زیاتېدو ته دوام ورکوي او منځنۍ اسيا د(( يو کمربند او يوې لارې)) د باکيفيته ګډې ابادۍ نمونوي سيمه ګرځېدلې ده.

د شاان شي له شي ان ښار څخه د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته الوتنې د مې په ۱۴مه نېټه په رسمي توګه پيل شوې.

دغه راز ټاکل شوې چې د مې په ۱۸مه د شي ان ښار څخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته هم لومړۍ الوتنه وشي. نو په دې سره به شي ان ښار په چين کې يوازنی ښار شي چې د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو ته يې الوتنې پيل کړې دي.

سږ کال په لومړيو ۴ مياشتو کې د چين له شينجيانګ څخه د منځنۍ اسيا له لارې اروپا ته د باروړونکو اورګاډيو شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

 په دې کې د شينجيانګ د علا درې په نوم د اورګاډيو بندر له لارې د چین-اروپا (منځنۍ آسیا) ۲۱۲۹ باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲.۸۲ سلنه زیاتوالی ښايي. د هورګوس په نوم د اورګاډيو بندر له لارې د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر ۲۴۸۵ ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴.۸ سلنه زيات شوی.