د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ دوستانه تبادله نوې مرحلې ته رسېدلې
CMG2023/05/16 15:23:16
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د قزاقستان او ازبکستان په شمول د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشران به  د مې له ۱۸مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې سره راغونډ شي او د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه غونډه به په ګډه جوړه کړي. دغه سرمشريزه غونډه په روان کال کې د چين په کوربه توب لومړۍ لويه ډيپلوماتيکه غونډه ده او دا هم له ٣١ کلونو راهيسی د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو وروسته لومړی ځل دی چې د شپږو هېوادونو مشران د افلاین له لارې يوه سرمشريزه غونډه کوي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر کې منځنۍ اسيا ته لومړی سفر وکړ او د قزاقستان په نظربايف پوهنتون کې يې وينا وکړه. شي جين پينګ په هراړخيزه توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ په اړه د چین تګلارې بيان کړې او هيله يې څرګنده کړه چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره په پرله پسې توګه د متقابل باور، دوستۍ او همکارۍ د پياوړتيا او د ګډ پرمختګ او سوکالۍ د هڅولو او د بېلا بېلو هیوادونو خلکو ته د ګټې رسولو لپاره ګډ کوښښ وکړي.

د چين او منځنۍ اسيا په راتلونکې سرمشريزه غونډه کې به چين او د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه يو ځل بيا نړۍ ته د دوه اړخيزو اړيکو د لوړې کچې پرمختګ څرګند کړي.