امريکايي رسنۍ: د چين د اقتصاد په ښه والي د امريکايي شرکتونو ګټې زياتې شوې دي
CMG2023/05/16 15:11:22
شريکول:

د امريکا د مصرف کوونکو خبرونو او سوداګرۍ چينل د مې په ۱۴مه نېټه د پراکټر او ګمبل(P&G)، سټاربکس(Starbucks) ، ډيسني (Disney)او نورو امريکايي شرکتونو د راپور له قوله ويلې چې د چين اقتصاد اوس مخ په ښه کېدو دی، چې په چين کې د دغو شرکتونو پلورونکې اندازه په دې اثر زياتېږي او د امريکا په کورني بازار کې د مصارفو د نه زياتېدو له امله رامنځته کېدونکې منفي اغېزه تر يوې اندازې پورې کمه شوه.

د روان کال له پيل راهيسې په سيلانۍ او ساعتېرۍ کې د چينايي مشتريانو لګښتونه زيات شوي، چې په دې توګه د يادو تصديو بيلوبار هم ښه شوی دی.

په دې وروستيو کې زياتو نړيوالو پولي ارګانونو د چين پر کلنۍ اقتصادي ودې خپلې وړاندوينې لوړې کړې دي.